اسلام آباد 02 جولائی (اے پي پي) د وزیراعظم صلاحكار رانا ث??اء الله په ټول سټیك هولډرز زور راوړے چې د لوبو پرمختګ او ودې لپاره خپل كردار ترسره كړي۔د پينډۍ اسلام آب??د سپورټس جرنلسټ ایسوسی ایشن (رسجا) د اړخه يو ځائي هوټل كښې د انټرنېشنل سپورټس جرنلسټس ډے دستورې ته وينا كښې رانا ث??اء الله څوك چې د بین الصوبائي رابطې وزارت قلمدان هم لري،په لوبو كښې د پاکستان ناوړه كاركردګۍ او اولمپکس په شان لغټ ایونټ لپاره د لوبغاړو په لږه شميره كښې کوالیفائی په حواله ووئيل زمونږ د ټولو لپاره د فکر ??ړ خبره ده۔ اولمپکس كښې د پاکستان نمائندګۍ ښه كولو لوظ سره ده ووئيل د 25 كروړه آبادۍ لرونكې څخه څلورو لوبغا??و کوالیفائی کړې كومه چې د افسوس ??ړ خبره ده۔ده ووئيل د لوبو خبريالانو كار يواځې د میچونو کور کول نه بلکه د فیډریشنز کارکردګی مانیټر کول هم ده ۔ده د لوبو سټیك هولډرز او د لوبو تنظیمونو ډاډ ګېرنې سره ووئيل دوي په پاکستان كښې د لوبو منظر نامې ښه كولو لپاره خپل کردار ترسره كوي۔ده ووئيل تر څو چې زما سره دا ذمه واري وي ٬ رسجا او د لوبو نور تنظیمونه زما خوا له راتللې شي او ما هم بللے شي۔ده ووئيل هڅه كوو چې سباؤن كښې د پاکستان په اولمپکس كښې نمائندګی ښه كړې شي۔
ټول سټیك هولډرز دې د لوبو پرمختګ او ودې لپاره خپل کردار ترسره كړي،د وزیراعظم صلاحكار رانا ثناء الله د رسجا تر سيورې لاندې دستورې ته وينا
Tikigoti Reputable Betting Links
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ