اسلام آباد 18 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په بېلا بېلو عدالتونو او ټربيونلز كښې د ټېكس ځنډولې شويو مقدمو زر تر زره ترسره كولو لپاره د اېپلټ ټربيونلز شمېره تر سل زياتولو امر كولو سره وئيلي دي چې د كا?? 2024 تر اكتوبر مياشت دې ټېكس وركوٶنكي لپاره سنګل سېلز ټېكس سستم لاګو كړې شي، د اې?? بي آر د ډيجيټائزيشن په زړه پورې نتيجې رامخې ته كېدل پېل شوي، په تېرو څ??ور?? مياشتو كښې د ټېكس په ريفنډز كښې د 800 اربه روپو فراډ نيولې شوې٬ د ټيکس ريفنډز نظام به لا ښه كوٶ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په فيډرل بورډ آف ريونيو كښې د اصلاحاتو او د ډيجيټائزېشن پحقله د جاج اوږده غونډه (څلور ساعته) شوې٬ په غونډه كښې د ان لينډ ريونيو او په کسټمز كښې اصلاحات، د اې?? بي آر ډيجيټائزيشن پحقله د تېرو اته اوونيو د پېشرفت بريفنګ وركړې شوې ٬ د اې?? بي آر د ډيجيټائز يشن عمل د نړيوال شهرت لرونكې کنسلټنټ ميك کينزي په نګرانۍ كښې روان دې٬ د اې?? بي آرد ډيجيټائزيشن په زړه پورې نتيجې رامخې ته كېدل پېل شوي۔ وزيراعظم ووئيل په تېرو څ??ور?? مياشتو كښې د ټيکس په ريفنډ كښې د 800 اربه روپو فراډ نيولې شوې، د ټيکس ريفنډ نظام به لا ښه كوٶ، په اي?? بي آر كښې اصلاحاتو سره به په محصولاتو كښې اضافه ممكن شي، د اصلاحات پحقله د اې?? بي آر په يو شمېر منصوبو كښې غېر ضروري تاخير د افسوس وړ دے٬ د اي?? بي آر لخوا وزيراعظم ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې په بېلا بېلو عدالتونو او ټربيونلز كښې د ټيکس په لړ كښې د 3.2 کھربه روپو 83579 مقدمات ځنډولې شوي دي، موجوده حکومت تر دې دمه د ټيکس مقدماتو حل كولو لپاره بېلا بېل اقدامات كړي دي په تېرو څ??ور?? مياشتو كښې د بېلا بېلو عدالتونو لخوا نزدې د 44 اربه روپو 63 مقدمات ترسره كړې شوې دي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې د جديد ټيکنالوجۍ استعمال سره د ټيکس وركٶلو استطاعت لرونكي 49 لكه كسان په ګوته كړې شوې دي، د اپرېل وړومبۍ نيټې كا?? 2024 نه تر اوسه اې?? بي آر د تاجر دوست موبائل اېپلي كېشن د لارې 1.5 لكه ريټېلرز رجسټرډ كړي دي۔ وزيراعظم امر وكړو چې په دې 49 لكه كسانو كښې دې دولت مند او سرمايه كار په ترجيحي بنيادونو په ټېكس نېټ كښې شامل كړې شي او په غريب طبقه دې اضافې بوجھ وانه چولې شي، د دې نظام لا فعاله كولو لپاره دې ريټيلرز سره مشاورت جاري وساتلې شي۔ وزيراعظم د ټيکس مقدماتو زر ترسره كولو لپاره د اپيلټ ټربيونلز شمېره تر 100 رسولو او د کسټمز مقدماتو پحقله هم د اپيلټ ټربيونلز شمېرې زياتولو امر وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د سيلز ټيکس ريفنډز ادائيګۍ كښې به هېڅ ډول تاخير زغملې نه شي۔ وزيراعظم امر وكړٶ چې د سيلز ټيکس پحقله په ماضي كښې شوې غېر قانوني ريفنډز بېرته ترلاسه كولو لپاره دې لائحه جوړه كړې شي۔ وزيراعظم امر وكړو چې د اي?? بي آر د فراډ ډيټيکشن اينډ انويسټي ګيشن ډيپارټمنټ په بشپړه توګه ډيجيټائز كول، په اې?? بي آر كښې جاري ټولې اصلاحاتي منصوبې دې د يو مركزي نظام له مخې كولو پحقله دې لائحه عمل ترتيب كړې شي او د اې?? بي آر د ډيجيټائز يشن پحقله دې جديد ترين ټيکنالوجي او د بهترين افرادي قوت خدمات ترلاسه كړې شي۔ وزيراعظم امر وكړٶ چې د کسټمز نظام د اپ ګريډ كولو پحقله به د فنډز په وركولو كښې كوم تاخير نه كېږي خو اې?? بي آر دې په سمدستي توګه د نوي نظام سافټ ويئر ډيزائن او د نفاذ لائحه وړاندې كړي، پاکستان ريونيو آټوميشن اتھارټي كښې د اصلاحاتو پحقله دې تجويزونه وړاندې كړې شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول چې انټيګريټډ ټرانزټ ټريډ مينجمنټ سسټم منصوبې نفاذ به د اکتوبر كا?? 2024 څخه پېل كړې شي، د آئي ټي ټي اېم اېس له مخې طورخم او په چمن پاك افغان پوله تجارت لپاره د نړيوال معيار د ون ونډو سهولياتونو مرکزونه جوړٶ٬ د کسټمز آټو ميټډ اينټري ايګزټ سسټم تيارۍ پحقله كار كول پېل شوې دي٬ د اے اي اي اېس به په جديد ترين سکيننګ ټيکنالوجي اډانه نظام وي كوم چې د ويب بيسډ ون کسټمز او د پاکستان سنګل ونډو سره تړلې وي۔ وزيراعظم په ګودار بندرځايې كښې هم د اے اي اي اېس نظام نافذ كولو امر كولو سره ووئيل چې د روان كال تر اکتوبربه هر ټېكس وركوونكي لپاره سنګل سيلز ټيکس سسټم لاګو كړې شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول چې د ټيکس دهندګان سهولت لپاره سنګل سيلز ټيکس ريټرن نظام وړاندې كوٶ، ټيلي کام سيکټر څخه د دې نظام نفاذ شوې دې، د سنګل سيلز ټيکس د لارې به اې?? بي آر ګرد هېواد كښې ريونيو اتھارټيز سره تړلې شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احد خان چيمه ، محمد اورنګزيب، اعظم نذير تارړ، عطاء الله تارړ، د خزانې وزير مملکت علي پروېز ملك، د منصوبه بندۍ كمېشن دوهم چيئرمېن جهانزېب خان، د وزيراعظم ??وآرډينيټر رانا احسان افضل، د اې?? بي آر چيئرمېن ملك امجد زبير ټوانه او اړوند لوړ پورو ګډون وكړو۔
تر اكتوبر مياشت دې ټېكس وركوٶنكي لپاره سنګل سيلز ټيكس سستم لاګو كړې شي٬ ټيكس ريفنډز نظام به لا ښه كوٶ: د وزيراعظم شهباز شريف په ايف بي آر كښې د اصلاحاتو او ډيجيټائزېشن پحقله د جاج غونډې ته وينا
वर्जीनिया इलेक्ट्रॉनिक्स विश्वसनीय मनोरंजन लिंक
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔