اسلام آباد۔16مئی(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ غړو د تحقير پارليمان بل منظوري خوشبينه ګرځولو سره وئېلي دي چې بايد په دې قوانين عملدرآمد هم وكړې شي٬ بايد د ججانو د تقررۍ تګلاره بدله كړې شي۔ د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته رانا محمد قاسم نون ووئيل نن ورځ د هېواد د پارليمان په تاريخ كښې اهميت لرونكې ورځ ده٬ د تحقير پارليمان بل منظوري خوشبينه ده۔ ده ووئيل پارليمان ته مدر آف آل انسټي ټيوشن وئېلې كېږي خو څه ډول سلوك چې د دې ادارې سره شوې مثال نه لري۔ده ووئيل د بل منظورېدو نه پس به د ايوان په توهين كاروائي كېږي۔د تعليم وفاقي وزير رانا تنوير حسېن ووئيل تحقير پارليمان بل لويې اهميت لري۔تېر وخت كښې د وزارتونو د پوښتنو په وخت به افسران حاضرېدل٬د هاؤس آف كامنز خپل حوالات دي او هلته د توهين پارليمان ملازمان هم ساتلې كېږي۔ده ووئيل قوانين ښه وي خو بايد په هغې عملدرآمد هم وشي۔ده ووئيل بايد د ججانو د تقررۍ تګلاره هم بدله كړې شي۔ سپيكر ووئيل چې د پوښتنو دمه مهم بزنس وي٬وزيراعظم ټولو وزارتونو ته خط هم ليكلې او دغسې استحقاق كمېټۍ ته هم وئېلي شوي چې په دې اړه اقدامات وكړي۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف ووئيل بايد د پوښتنو په دمه كښې تقرريرونه ونه كړې شي۔ده ووئيل پي اے سي كښې يو كال وړاندې د اېف بي آر د اړخه شمېرې وركړی شوې وې٬هغه وخت په عدليه كښې د 2 زره ارب روپو مقدمې زيرالتوا وې كومې ادارې چې ټېكس نه وركوي هغه تر 50 لكه روپو وكيل كوي دغسې د اېف بي آر عام وكيلان وي
د تحقير پارليمان بل منظوري خوشبينه ده٬بايد د ججانو د تقررۍ تګلاره بدله كړې شي۔د قامي اسمبلۍ غړي
مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری