اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وز??ر محسن نقوي وئيلي دي 9 مئي يوه توره ورځ ده٬ كومه چې به كله هېره نشي٬ په پېښه كښې ككړو كسانو ته بايد سزاګانې وركړې شي، 9 مئي څخه دا زده كړه وشوه چې په داسې موقعو كښې نرمي كول پكار نه ده٬ د غنمو درامد يا برامد ك??لو كښې د پنجاب حكومت لاس نه ٶ، غواړم چې د غنمو د سكېنډل سپېځلې پلټنې اوشي دغسې چې حقائق قام ته ورمخې ته شي٬په اسلام آباد كښې د چائينز امنيت لپاره د نوي فورس جوړ??لو پرېكړه شوې٬ د اسلام آباد د تهاڼو حالت بدل??لو لپاره كار كوم۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ د اسلام آباد پوليس د مارګله پيټرول يونټ پرانستې دستوره ته وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع انسپکټر جنرل پوليس اسلام آباد ناصر محمود رضوي، ډي آئي جي آپر يشنز شهزاد بخاري، ډي آئي جي هيډکواټر سيد مصطفي تنوير، ډي آئي جي شاکر حسېن داور، اېس ايس پي ټريفك محمد سرفراز ورګ پشمول نورو چارواكي هم موجود وو۔ په دې موقع وفاقي وز??ر محسن نقوي فرينډز آف پوليس سره ستړي مشي او خبرې وكړې۔ محسن نقوي موټر سائيکل او د شهسوار يونټ معائنه وكړه٬ د مارګله ټرېلز د پېټرول يونټ پوليس چارواكو سره ئې وليدل او هغوي ته ېې د وظيفې د ترسره ك??لو تلقين وكړو۔ په دې موقع خبريالانو سره په خبرو كښې ??ه ووئيل د 60 پوليس افسرانو ډله به په مارګله ټرېلز ګزمه كوي او دا يونټ د خلقو حفاظت لپاره جوړ كړے شوے۔ وفاقي وز??ر په مارګله ټريلز كښې د موبائل سګنل مسئله حل ك??لو لپاره د اقدامات امر هم وكړو۔ ??ه ووئيل مونږ هڅه كوٶ چې د اسلام آباد په هره تهاڼه كښې سل فيصده اېف آئي آر په وخت درج كړے شي۔ د 9 مئي پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وز??ر ووئيل 9 مئي يوه توره ورځ ده كومه چې به كله هم نه هېرېږي٬ په دغه ورځ به د سهار راهسې هره لمحه داسې پېغام موصول كېدو لكه چې په هېواد بريد شوے، 9 مئي كومه معمولي پېښه نه وه ٬ په دغې پېښه كښې شاملو كسانو ته سزاګانې وركول پكار دي۔ ??ه ووئېل په دې ورځ د ټ??لو سياسي اختلافاتو نه پرته خپلو ځواكونو او امنيتي ادارو سره د اودېردو ورځ ده۔ ??ه ووئيل په پېښه كښې ككړو كسانو ته بايد سزاګانې وركړې شي، 9 مئي څخه دا زده كړه وشوه چې په داسې موقعو كښې نرمي كول پكار نه ده۔ ??ه ووئيل په پنجاب كښې درې زره چائينز لپاره د لس زره ځوانانو سپيشل پروټيکشن يونټ موجود دے او په اسلام آباد كښې 7 زره چائنيز لپاره يو څو ځوانان دي٬ ??ه ووئېل د دوي امنيت لپاره كه مونږ له نوې فورس جوړول وي نو د دې نه به ډډه نه كوٶ٬ مونږ له د چائينز پشمول ټ??لو غېر ملكيانو لپاره سل فيصده امنيت وركول دي۔۔ د دې نه وړاندې آئي جي اسلام آباد ناصرمحمود رضوي داخله وز??ر ته د بريفنګ په مهال ووئيل فټ پټرول كښې لس پوليس افسران شامل دي څوك چې به بشپړه حفاظتي كټ سره په ټرېلز پياده ګزمه كوي٬ موټر سائيکل يونټ كښې 06 موټرسائيکلز او 16 افسران او دغسې شهسوار به په اته اسونو ګزمه كوي۔
نهم مئي يوه توره ورځ ده٬ په پېښه كښې ككړو كسانو ته بايد سزاګانې وركړې شي۔ وفاقي وزير محسن نقوي
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے