واشنګټن۔29 اپرېل(اے پی پی) پاكستان په غزه كښې فوري جنګ بندي او د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې بحالي غواړي٬ محصور شويو ته يوازې له يوې لارې څخه نه بلكې بېلو لارو څخه د مرستې سامان د ترلاسه كولو حق وركړے شي٬ د فلسطين مسئله به ضرور حل كيږي۔ دا خبره په امريكا كښې د پاكستان سفير مسعود خان تېره ورځ په شكاګو د ایسوسی اېشن آف فزیشنز آف پاکستانی ډیسنټ آف نارتھ امریکا( اے پی پی این اے) د سرلي موسم غوندې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه پاکستانی نژاد امریکائي ډاكټران ، هیلتھ کیئر پروفیشنلز، کمیونټی لیډرز او نورو معزز شخصيات موجود وو۔ سفير ووئيل د فلسطيني وګړو د خپلواكۍ حق بايد ومنلے شي۔ د ده وېنا وه چې اے پی پی این اے امریکا او کاناډا كښې د مېشته پاكستانيانو تر ټولو لويې اېسوسي اېشن دے۔ ده د انسانيت به خدمت اپنا ته د عقيدت پېروينې وړاندې كړې او غونډه كښې ګډون كولو له په بلنه يۍ د تنظيم د صدر آصف محی الدین او د كال 2024 د سپريم موسم د غونډې د چیئرپرسن ساجد محمود مننه وكړه۔ ده ووئيل د روان كال په مهال 18 زره پاكستانيان امريكائي وګړي جوړ شوي دي په كومو كښې چې زياتره ډاكټران او معالجين دي۔ مسعود خان په دې خبره زور راوړو چې په هېواد كښې 192 ملین موبائل فون صارفین دي په كومو كښې چې 135 ملین براډ بېنډ سبسکرائبرز دي كوم چې په آئي ټي كښې د سرمايه كارۍ كولو لويه موقعه رامخې ته كوي۔ ده ووئيل په آئي ټي كښې تر ټولو زياته سرمايه كاري كوؤنكے هېوادے دے۔ سفير په دې خبره هم زور راوړو چې باور لرلو سره دې په پاكستان كښې سرمايه كاري وكړې شي۔ ده دا خبره تكرار كړه چې په امريكا كښې مېشته پاكستانيان او په خاص توګه ډاكټران ٬ انجینئران او نور پېشه ور غړي په پاك امريكا مساواتو او اړيكو كښې مهم كردار لري۔ ده ووئيل په پاكستان كښې په خاص توګه آئی ټی، كركيله ، د توان وړ اېکسټرېکټیو انډسټریز كښې د سرمايه كارۍ پراخا موقعې موجود دي۔ ده سرمايه كاري آسانولو ٬ د ركاوټونو لرې كولو او په پاكستان كښې ګټورې كاروباري منصوبې پېل كولو له په زړه پوري چاپېريال باوري كولو كښې د سپېشل انوېسټمنټ فېسیلی ټیشن کونسل كردار په ډاګه كړو
په غزه كښې فوري جنګ بندي ٬ د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې بحالي غواړؤ٬ د فلسطين مسئله به ضرور حل كيږي٬ مسعود خان
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر