اسلام آباد۔13مئی(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف د معيشت بحالي اولنۍ ترجيح او سعودي عربستان سره اړيكې نړۍ لپاره مثالي ګرځولو سره وئيلي دي په پاكستان كښې بهرنۍ سرمايه كا??ۍ لپاره د غوره چاپيريال برابرولو عزم لرؤ ٬ په مجموعي قومي پېداوار كښې زياتوالي له عصري ټيكنالوجي كا??ولو سره اصلاحات رامخې ته كوؤ٬ كرپشن ختمولو له ګامونه پورته كولې شي ٬ سعودي عربستان سره د لوړې كچې اوسنيو رابطو سره به معيشت كښې بهتري رامخې ته شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ا??عربيه نيوز چېنل سره خصوصي مركه كښې وكړه۔ د پاكستان او سعودي عربستان اړيكې په څو لسيزو محيط دي ٬ د پاكستان او سعودي عربستان ترميځه اړيكې په نړۍ كښې مثال ن?? لري٬ دواړه هېوادونه په غم او خوشحالۍ كښې يو بل سره يو برابر ودرېږي۔ وزیراعظم ووئيل زما د سعودي عربستان دوره زياته كاميابه وه۔ سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په تېرو 8 مياشتو كښې مثالي كاميابۍ ترلاسه كړې دي كومې چې د هغه د مدبرانه فراست ا?? ځانګړې مشرتابه له ا??له ممكن شوي دي۔ وزیر اعظم شهباز شریف ووئيل چې د محمد بن سلمان د مملكت ووژن 2030 نړۍ لپاره يو مثالي نمونه ده۔ سعودی عربستان سره د اعلی كچ اوسنيو رابطو سره به معيشت كښې بهتري رامخې ته شي۔ ده ووئيل د پاكستان د كوم هم وزيراعظم تر ټولو وړاندې د سعودي عربستان دوره يو روايت پاتے شوے دے۔ د سعودي خارجه وزير او د سرمايه كا??ۍ د لوړې كچ پلاوي د پاكستان دوره به يو نوے سنګ ميل ثابت شي۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستاني حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح د معيشت بحالي ده۔ کویت، متحدہ عرب امارات ، قطر ، ترکيه ا?? چين سره د اړيكو د لا مضبوطولو عزم لرؤ۔ ملګرو هېوادونو سره دوه اړخيزه اړيكو او تجارت ته وده وركوؤ۔ په پاكستان كښې بهرنۍ سرمايه كا??ۍ لپاره د غوره چاپېريال برابرولو عزم لرؤ۔ زمونږ د حكومت ا??لنۍ ترجيح د معيشت بحالي ده۔ وزیراعظم ووئيل هېواد سختو چېلنجونو سره مخ دے٬ د كرپشن ختمولو له ا??دامات كوؤ٬ بهرنيو پورونو ختمولو او سرمايه كا??ۍ ته وده وركوؤ۔ ده ووئيل په مجموعي قومي پېداوار كښې اضافې لپاره د عصري ټېكنالوجۍ ك??رولو د لارې اصلاحات معارفي كولې شي
پاكستان كښې بهرنۍ سرمايه كارۍ لپاره د غوره چاپيريال برابرولو عزم لرؤ ٬ په مجموعي قومي پېداوار كښې زياتوالي له عصري ټيكنالوجي كارولو سره اصلاحات رامخې ته كوؤ٬ د وزيراعظم مركه
مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی