اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀالله خان وئېلي دي چې فتنه خان د تفتيش په مهال اعتراف كړې چې څومره هم بيانونه دي هغه كوم بنياد او ثبوت نه لري٬عمران نيازي په دې هېواد كښې په باقاعده توګه بغاوت جوړولو٬هغه د ټائيګر فورس د لارې په هېواد قبضه كولو سره د خپلې ايجنډې نافذولو هڅه كوله٬په 9 مئي پوځي تنصيبات سوځولو٬په هېواد كښې د اور لګولو او نجي املاك ته د زيان رسولو نه پس د عمران نيازي خيال و چې اولسي غبرګون به د هغه په حق كښې وي خو سرفرائز ترلاسه شو او اولس د خپل شهيدانو او د پاك پوځ سره ودرېدل٬د 9 مئي پیښو كښې ككړ كسانو په ضد قانون په حركت كښې دې٬په دې لړ كښې جے آئي ټيز جوړ شوي او د هغه سيمو تفتيش كوي چرته چې پوځي تنصيبات شته۔ده د نهې په ورځ د پي ټي وي هېډكوارټرز كښې خبري كنفرنس ته وېنا كوله۔وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي چيئرمېن په پوځ او په سينئر افسرانو٬په وزيراعظم او په ما د قتل تور لګولې و او د تورونو ثبوت يې ورنه كړو٬جے آئي ټي د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان دروغجن ګرځولې۔ده ووئيل په پارليمنټ او د وزيراعظم په توهين سزا وركړی شوې وې نو 9 مئي پیښه به نه رامخې ته كېده۔دروغ وئېل او بيا په شه كېدل د پي ټي آئي چيئرمېن تګلار ده٬ااوس هغه په ډاګه شوې قام په هغه هېڅ ډول باور نه كوي٬ده ووئيل د آرمي ايكټ تګلاره ښكاره ده٬ملټري تنصيبات په حقله 7 كيسونه دي٬تراوسه چې د پلټنو نتيجې نه وي راغلې تر هغه وخت څه وئېل به د وخت څخه وړاندې وي۔
فتنه خان د تفتيش په مهال اعتراف كړې چې څومره هم بيانونه دي هغه كوم بنياد او ثبوت نه لري٬عمران نيازي د ټائيګر فورس د لارې په هېواد قبضه كولو سره د خپلې ايجنډې نافذولو هڅه كوله۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀالله خان
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب