اسلام آباد۔10اپرېل(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف د آئين پاكستان 1973ﺀ په 50 كاله بشپړ كېدو اولس ته مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د كال 1973م آئين د قائداعظم محمد علي جناح، علامه اقبال او د پاكستان دبنياد اېښودونكو د بصيرت نچوړ دے كوم چې اولس یو موټے ساتلے دے په تاريخ كښې د لومړي ځل لپاره ټولو ګوندونو په ګډه د آئين په طاقت سره ووټ غلا كوؤنكے ٬ سلېكټېډ او مسلط كړې شوه ټولې له اقتدار څخه بهر كړه٬ هېواد د معاشي پرمختګ په لاره د روانولو او په خپلو پښو د اودرولو د لارې د اولس په ژوند كښې آسانۍ راوستلو سره به د آئين قوت او شان لا زيات كړؤ۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د آئين پاكستان د 50 كلونو په بشپړ كېدو خپل خصوصي پېغام كښې وكړه۔ وزيراعظم ټولو هغو مشرانو، ګوندونو او پارليماني غړو ته چې اولس ته يۍ د آئين ډالۍ ورکړې ده خپل احترامات وړاندې کړل۔ وزيراعظم ووئيل 10 اپرېل 1973 څخه تر 10 اپرېل 2023 آئين پاكستان اولس يو موټے ساتلے دے۔ ده ووئيل د سختو حالاتو او سازشي پېښو باوجود آئين په خپل ځايې ثابت پاتے شوے۔ ده ووئيل ذوالفقار علي بھټو د آئين معمار وو او دې لپاره د خپل ځان قرباني وركوؤنكے هم۔ وزیراعظم ووئيل زه په دې موقعه محترمې بېنظير بھټو او نواز شريف ته هم خصوصي سلام كوم چې هغوي د آئين سرلوړۍ ٬ حفاظت او دې ته وده وركولو له تاريخي كردار ترسره كړو۔ وزیراعظم ووئيل حسن اتفاق دا دے چې د آئين ګولډن جوبلي لمانځونكي هېواد كښې آئين ٬ جمهوريت او اولس دوسته ګوندونه په اقتدار كښې دي۔ ده ووئيل آئين پاكستان محافظ او لاره ښودنكے دے٬ د ځان په قرباني كولو به هم د دې حفاظت كوؤ٬ هېواد د معاشي پرمختګ په لاره د روانولو او په خپلو پښو د اودرولو د لارې د اولس په ژوند كښې آسانۍ راوستلو سره به د آئين قوت او شان لا زيات كړؤ۔
د آئين د ګولډن جوبلي په موقعه په هيواد كښې د آئين ٬ جمهوريت او اولس دوست ګوندونو په اقتدار كښې كيدل په زړه پورې اتفاق دے٬ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز