وفاقي حكومت د قامي اسمبلۍ انتخابات په وخت كولو له خپلې آئيني ذمه واري پوره كوي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف


اسلام آباد۔15مارچ(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي وفاقي حكومت د قامي اسمبلۍ ټول ټاكنې په وخت كولو له خپلې آئيني ذمه واري پوره كوي٬آئي اېم اېف سره تېر حكومت په آئيني او جمهوري طريقه د حكومت ختمېدلو نه وړاندې د لوظنامو نه انحراف كړے ٬مونږ د هغه لوظ نامې پاسداري كړې او هيله لرو چې لوظ نامه به زر تر زره وشي۔د شورو په ورځ د سي پي اېن اي پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د آئي اېم اېف سره تېر حكومت لوظ نامه كړې وه او كله چې هغه ته معلومه شوه چې زمونږ په ضد تحريك عدم اعتماد كاميابيږي نو هغوي د خپلې لوظ نامې څخه انحراف وكړو٬هغه كومه نجي لوظ نامه نه وه بلكې د پاكستان رياست د آئي اېم اېف سره لوظ نامه وه٬د هغې انحراف چې كوم زيان شوے هغه د ټولو په وړاندې دے او اوس داسې شرائط كوم چې تېر حكومت منلې وو اوس آئي اېم اېف وائي چې په هغې په بشپړه ډول عمل وكړئ او د هغې په باقاعدګۍ سره د جاج اغستو خبره شوې۔ده ووئيل مونږ له به دا خبره منل وي او مونږ هيله لرو چې په سټاف ليول به لوظ نامه زر تر زره وشي او بيا به هغه بورډ ته وړاندې كولې شي۔ده ووئيل د 11 مياشتو راهسې په اتحادي حكومت كښې يوو او دا تاثر وركړے شوے ؤ چې اتحادي حكومت به شهباز شريف ونه چلوي خو د ټولو اتحاديانو مثبت كردار په وجه دغه حكومت روان دے او په تاريخ كښې وړومبي اتحادي حكومت په يو داسې حالاتو كښې مخ په وړاندې روان دے۔ده ووئيل حكومت په سخت وخت كښې پريكړې كړي ٬ په كفايت شعارۍ دانشمندانه پريكړه شوې٬په دې اړه د كابينې كمېټي جوړه كړی شوې د كومې چې درې غونډې شوي او په هغې لوي پېشرفت شوے ٬ ده ووئېل په راروانه اوونۍ كښې به د دغې غونډې مشري پخپله كوم۔ده ووئيل حكومت سنجيدګۍ سره په دغه تجاويز عمل كوي٬د كابينې ټول غړي هم په دې متفق دي۔ده ووئيل په پاكستان كښې د تاريخ تر ټولو لوي سېلاب راغلے ٬وفاقي حكومت په خپلو وسائلو په سپيځلې ډول د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام او د اېن ډي اېم اے د لارې سېلاب ځپليو له 100 اربخ روپۍ وركړی شوي٬په جنيوا كښې ځپليو لپاره د ډونرز كنفرنس اعلانات له عملي شكل وركولو له چمتو يو۔ ده ووئېل تركيه او سوريه كښې لويه زلزله راغلې چې پكښې ګڼ شمېر كورونه تباه شوي٬تركيه د پاكستان سره يوه داسې خپلولي لري چې مونږ د هغوي د بشپړه مرستې كولو هڅې كوو۔په تركيه كښې خيمو ته اړتيا ده٬په سوريه كښې خوراك او داروګانو ته اړتيا ده٬د پاكستان اولس د خپل حق ترسره كولو هڅې كوي۔ده ووئيل په وخت ټاكنې باوري كول آئيني او قانوني ضرورت دے ٬دې سره به هېواد مخ په وړاندې لاړ شي او په دې حقله وفاق خپل فرض ترسره كوي٬په كال 2021 كښې په تېر حكومت كښې د سر شمېرې بيا كولو پريكړه شوې وه٬ ده ووئېل په تېره سر شمېره ځينې صوبو او سياسي ګوندونو تحفظات لرل٬دا د شريكې ګټې كونسل پريكړه ده كومه چې په باقاعده توګه پیل شوې٬دې لپاره فنډ هم وركړے شوے٬په دې حقله ځينې صوبې اعتراضات لري هغوي سره به نن ملاقات كولې شي٬د هغوي د ټولو تحفظاتو ازاله كول غواړو۔ ده ووئېل هغوي له به هم مرسته كول وي٬مونږ غواړو چې د وخت ضائع كېدو نه بغېر دا كار بشپړ شي٬مونږ د مالي چېلنجونو باوجود معاونت كړے دغسې چې دا عمل په وخت بشپړ شي۔ده ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې د ټول ټاكنو په اړه صوبائي حكومت الېكشن كمېشن د ترهه ګرۍ اندېښنو په اړه په تحريري توګه خبر كړے٬د دې معاملات حل الېكشن كمېشن لا راويستل دي٬دا پريكړه ماله نه دي كول۔ده ووئيل د مسلم ليګ(ن) صدر په توګه ما خپلو كاركنانو ته سپارښتنې كړي چې هغوي په دواړو صوبو كښې خپل كاغذات په وخت جمع كړي۔ده ووئيل په 75 كلونو كښې په وړومبي ځل داسې كېږي چې يواځې په دوه صوبو كښې ټاكنې كېږي٬د دې به څه نتيجې وي٬دا به وخت ثابت كړي خو چې كوم قانوني او آئيني ضرورت دے هغه پوره كولو له ما خپلې پارټۍ ته هدايات جاري كړي٬د نامزدګۍ كاغذونه جمع كېږي او په پارليماني بورډ كښې د ټكټ لپاره درخواستونه جمع كېږي۔ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)پشمول كوم هم سياسي ګوند د انتخابي عمل څخه نشي تښتېدے٬كه چا داسې وكړل نو د هغه وجود به ختم شي٬په دې كښې هيڅ شك نه دے پكار چې د مسلم ليګ(ن)په توګه٬مونږ ټول په ګډه او تيارۍ سره په ټاكنو كښې برخه اخلو او الېكشن كمېشن چې كومه هم پريكړه وكړي مونږ به په هغې عمل كوو۔وزيراعظم ووئيل په دې هېواد كښې په وړومبي ځل داسې صورتحال راجوړ شوے چې يو سياسي كس خپل ځان د قانون نه پرته ګڼي٬د عدالت عظٰمٰی پشمول هر عدالت او قانون نافذ كوونكو ادارو ته انكاري دے او د خپلې بيمارۍ٬بزرګۍ او لاچارې چغې سورې وهي٬لوي څښتن دې هغه له روغ صحت وركري٬ ده ووئېل كه چرې هغه د لاريونونو او سياسي هلو ځلو برخه جوړېږي نو عدالتونو ته د تللو په ځاے هغه دروغ وائي ٬ ده ووئيل مونږ د رياست بچ كولو لپاره خپل سياست تباه كړے٬كه چرې د رياست بچ كولو لپاره خپل ټول سياست هم په داؤ لګول راپغاړه شوو نو دې څخه به هم ډډه ونه كړو۔ده ووئيل د وزيراعظم چوكۍ په سنبهالولو د لوي څښتن شكر كوم خو دې سره لوي چېلنجونه هم په ورثه كښې راته پاتي شوي٬كله چې مونږ په اپوزېشن كښې وو نو مونږ يې يو په يو سياسي انتقام سره مخ كرې وو ٬نواز شريف به يې هره ورځ ټرائل كورټ اه رابللو او هغه به د رخصتۍ په ورځ هم وړاندې كېدو٬دا بې بنسټه او جعلي كيسونه به د عمران خان حكومت او د هغه كسانو جوړول ٬په دې كښې شهزاد اكبر له هر چا وړاندې ؤ ٬ ده ووئېل ما چرې د عدالت د پيشۍ څخه انكار نه ؤ كړے ٬رانا ثناﺀ الله په جعلي كيسونو كښې عدالتونو ته رابللے شوے ؤ٬رانا ثناﺀالله له به يې د كور خوراك نه وركولو او تر جرم ثابتېدو دا د ملزم حق وي۔وزيراعظم ووئيل عمران خان ته نوټس او د ګرفتارۍ احكامات مونږ نه عدالتونو وركړي ٬كه چرې عدالتونه په مونږ دومره مهربان وو نو كله چې زه يې د ترهه ګرو په ګاډو كښې بوتللم نو هغه وخت به ما د هغوي په وړاندې د خپلې بيمارۍ عذر وړاندې كولو٬زما څلور اوونۍ په يو آرډر اغستو كښې لګېدلې وې ۔وزيراعظم ووئيل د زندان سپرنټنډنټ زما په ايمبولينس كښې عدالت ته د وړاندې كېدو استدعا كړې وه خو د ايمبولينس باوجود زه عدالت ته وړاندې نه كړے شوم ٬نواز شريف يې په جعلي اقامه د وزيراعظم چوكۍ څخه اخوا كړے او نااهله ګرځولے شوے او د عمران خان د بني ګاله غېر قانوني تعمير ريګولر كړے شو او هغه صادق او امين وګرځولے شو۔ده ووئيل د توشه خانه كبس وړاندې راتللو نه پس هم كه چرې عمران خان خپل ځان ته صادق او امين وائي نو د دې نه كوم لوي دروغ بل نشته٬غلا د يوې روپۍ هم وي او د كروړونو هم وي٬د توشه خانه په اړه قانون موجود دے چې څنګه د بيعې معلومولو نه پس تاسو دا اغستلې شې ٬مونږ په دغه كښې بدلون كړے او قانون جوړ كړے شوے ٬اوس كه په دې څوك عمل نه كوي نو دا به د قانون خلاف ورزي وي۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس