اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د آبي وسائلو وفاقي وزير سيد خورشيد شاه وئيلي دي د كالا باغ بند منصوبه سياسي شوې٬ سندھ په داسو او بهاشا بندونو اعتراض نه لري نو په کالا باغ بند د اعتراض به خو څه سبب وي٬ كه دا حكومت په استحكام سره وچلېد نو په راتلونكو پنځلسو كالو كښې به قرض وركونكے هېواد جوړ شي۔ دا خبرې ده د زيارت په ورځ د تربېلا فائيو پراختيا منصوبې دورې په مهال ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان ډېرې اوبه لري خو د پېل نه تر اوسه په هېواد كښې استحكام نه دې راغلے، د كال 1974 نه پس د يو حكومت پاليسي پرله پسې نه ده چلېدلې٬ د اوبو په مسئله په كابينه كښې هم بحث شوے او نورې مسئلې به هم وړاندې كوو۔ ده ووئيل كه تر كال 2025 هم دا منصوبه ترسره كېږي نو دا به نېك مرغي وي۔ په دې موقع دې اپيل وكړو چې ټولې چېنلې دې يوه يوه دقيقه په اوبو په اختياط سره د استعمالولو پېغام وچلوي
د وفاقي وزير سيد خورشيد شاه د تربېلا فائيو پراختيا منصوبې دورې په موقع ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب