اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) د قانون او انصااف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د ټول قام غوندې زه د پاكستان شهيدانو بې لوثه قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔ د زيارت په ورځ خپل پېغام كښې ده ووئيل د دې ورځ د لمانځلو مقصد د شهيدانو د لازواله قربانو يادګېرنه كول دي٬ زمونږ د سلامتيا او بقاء په خاطر ځانونه قربانوٶنكو شهيدانو٬ د دوي كورنيو او د دوي د يادګار احترام په هر پاكستاني لازم دے۔ ده ووئيل د مئي نهمه نېټه د پاكستان د تاريخ توره ورځ وه٬ د شهيدانو قربانۍ او د غازيانو خدمات زمونږ قېمتي اثاثه او سرمايه ده چې ټول قام ورته په درنه سترګه ګوري او دوي ته سلام كوي۔ ده ووئېل راځۍ چې په دې ورځ د شهيدانو عزت و تكريم په هر صورت په ځاے د ساتلو عزم وكړو ځكه چې د “شهيد کوم مرګ دے هغه د قام ژوند دے”
مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری