اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزېب وئيلي دي په وفاقي بجټ كښې د ټيکس بنياد كښې د پراختيا پشمول پنځه بنيادي اصول تر نظره ساتلې شوي٬ د جي ډي پي په تناسب سره په ټېكسونو كښې لس فيصده شرح پائيدار نه ده۔ د زيارت په ورځ پوسټ بجټ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې د خزانې وزير ووئيل د نوي مالي كال په وفاقي بجټ كښې د ټېكس بنياد پراخه ??ول?? ته پام لرنه شوې، په هېواد كښې د جي ډي پي په تناسب سره ټېكسونو كښې شرح لس فيصده ته نزدې ده كومه چې پائيدار نه ده، په راتلونكو دوو دريو كالو كښې به د جي ډي پي تناسب سره د ټېكسونو شرح تر 13 فيصد رسولو هڅې كوٶ٬ د غير دستاويزي معيشت خاتمه هم د حكومت په ترجيحات كښې شامل ده٬ دې مقصد لپاره د ډيجيټلائزيشن عمل مخ په وړاندې بيايو٬ دې سره به د ټېكس په نظام كښې انساني مداخلت كم شي چې ورسره به نه يواځې ريونيو زياته شي بلكې سپېځلتيا به هم راشي۔ د خزانې وزير ووئيل په زيات ا??دن زيات او په لږ ا??دن لږ ټېكس لګولې شوې، د نان فائلرز لپاره د کاروباري ټرانزيکشن ټېكس په شرح كښې ښه اضافه شوې او ځينې ځايونو كښې د دې شرح تر 45 فيصد زياته كړې شوې، مونږ له به د نان فائلرز اختر??ع د هېواد څخه ختمول وي٬ په بجټ كښې د كم آ??دن لرونكو طبقو ته تحفظ وركړے شوے۔ د خزانې وزير ووئيل دا ھغه پنځه بنيادي اصول دي چې په بنياد ئې بجټ ترتيب كړے شوے۔
وفاقي بجټ كښې د ټيکس بنياد كښې د پراختيا پشمول پنځه بنيادي اصول تر نظره ساتلې شوي٬ د جي ډي پي په تناسب سره په ټېكسونو كښې لس فيصده شرح پائيدار نه ده۔ د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزېب
सबा स्पोर्ट्स एंड एंटरटेनमेंट विश्वसनीय प्रवेश
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ