اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د صنعت او پيداوار،نېشنل فوډ سكيورټي اي??ډ ريسرچ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي چې د ټېكس غلا مخنيوي لپاره په كاټن اي??ډ جننګ انډسټري د ټرېك اېنډ ټرېس سسټم نافذ كولو پرېكړه وشوه۔ د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت د اړخه د جاري شوې بيان ل?? مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان كاټن جنرز ايسوسي اېشن پلاوي سره په خپ??و كښې خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د جمعې په ورځ ملاقات كړې۔ ملاقات كښې د پومبې په تخم او په كاټن سيډ كېك د زيات ټېكس په معامله بحث وشو۔ رانا تنويرحسېن ووئيل د كپاس صنعت تر ټولو زيات د روزګار موقعې وركولو صلاحيت لري، د هېواد كلي وال معيشت كښې د كپاس صنعت تر ټولو لويے كردار لري، د ټيكس غلا مخنيوي لپاره په كاټن اي??ډ جننګ انډسټري د ټريك اي??ډ ټرېس سسټم نافذولو پرېكړه شوې۔ ده ووئيل د صوبائي حكومتونو د لارې كاټن كنټرول اي??ټ به په حقيقي معنو كښې نافذولې شي، كاټن سيډ او كاټن سيډ كيك سيلز ټيكس كښې جنرز ته ?? ريليف وركولو په تجويز به غور كولے شي،د نوې ټيكسز معامله به فنانس ډويژن او اېف بي آر ته لا پياوړې كولو لپاره لېږلې شي۔ د كاټن جنرز ايسوسي اېشن پلاوي ووئيل زياتو ټيكسونو سره كاټن جننګ انډسټري پيداوار ځپلې كېږي، حكومت دې د دې انډسټري پرمختګ لپاره نوې لګولې شوې سيلز ټيكس بيرته واخلي، د زياتو ټيكسونو له امله د ټيكس غلا زياتيدو اندېښنه ده۔
د ټيكس غلا مخنيوي لپاره په كاټن اينډ جننګ انډسټري د ټريك اينډ ټريس سسټم نافذ كولو پريكړه وشوه: وفاقي وزير رانا تنوير حسين
Database Online Entertainment Reliable Links
مضمون کا ماخذ : گولڈ رش