اسلام آباد 18اپرېل(اے پی پی)د عوامي نېشنل پارټۍ(اے اېن پي)مشر اسفنديار ولي خان وئېلي دي د عوامي نېشنل پارټۍ پام لرنه حكومت نه اولس ته ده ٬د پي پي او (ن)ليګ مننه كوم چا چې د وفاقي حكومت برخه جوړېدو بلنه راكړی۔د ګل په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې ده ووئيل د مشكلاتو تر مخه تجويز وركوو چې نورو اتحاديانو ته په كابينه كښې ځاې وركړي ٬هېواد او حكومت د وړاندې نه ستونزو سره مخ دي٬نورې ستونزې پیدا كول نه غواړو۔اسفنديار ولي خان وئېلي دي زمونږ ترجيح د وړومبۍ ورځې څخه حكومتي چوكۍ نه٬زمونږ ټول پام دا مهال د پارټي منظم كولو او فعاله كولو ته دے ۔هيله لرو چې د پاكستان نوې حكومت به قام د دې سخت وخت څخه راوباسي
مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا