اسلام آباد۔14اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د ایران صدر ابراهیم رئیسي ته د ایران او سعودي عربستان ترمنځ په شوې تاريخي لوظنامه مباركي وركولو سره وئيلي دي چې دا به سيمه ييز ثبات پياوړے كړي۔ د جمعې په ورځ په خپل ټویټ كښې وزيراعظم ووئيل چې د ایران له صدر ابراهیم رئیسي سره زما ګټورې ټیلیفوني خبرې شوي دي٬ د ايران صدر سره خبرو كښې د دوه اړخيزه اريكو بېلو اړخونو او د اسرائيل لخوا د بشري حقونو د خلاف ورزيو جاج واخستې شو۔ وزيراعظم ووئيل د ايران صدر ته مې د ايران او سعودي عرب ترمينځ په شوې تاريخي لوظنامه مباركي وركړه كومه به چې سيمه ايز ثبات لا پياوړے كړي۔ وزيراعظم ووئيل د ایران صدر ته مې د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه۔
مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II