اسلام آباد۔20جنوری(اے پی پی)د تحريك انصاف مركزي عمومي سېكتر او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر په لاهور كښې د بمي چاودنې په سختو ټكو غندنه كولو سره په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې۔د زيارت په ورځ د ګوند مېډيا لخوا په جاري شوي بيان كښې ده ووئيل د پنجاب حكومت دې د ژوبل شوو طبي مرسته او معياري علاج باوري كړي او د پېښې د ټولو اړخونو پلټنو د لارې دې د مجرمانو درك ولګوي۔ده ووئيل كورنے امن تباه كوونكې د سزا مستحق دي۔ده ووئيل د شهيدانو د كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔لوي څښتن دې دوي ته د زغم توفيق وركړي۔ده د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا