لاهور 20 نومبر(اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خاص استازي علامه حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې مونږ د امريكې او اروپا لخوا په پاكستان كښې د جبري مذهب بدلون په اړه رپورټونه رد كوو، د متحده علما بورډ او علما كونسل لخوا اېن جي او چېلنج كوو كومې چې د بهرنيو هېوادونو څخه رپورټونه لېږلو سره د پاكستان بدنامولو هڅې كوي، كه دوي كوم ثبوت لري، نو هغه دې وړاندې كړي، وزيراعظم عمران خان د اسلاموفوبيا په ضد په نړيوال فورم غږ پورته كړے. د خالي په ورځ په قرآن اكېډمۍ كښې د علما بورډ د غونډې نه پس د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خاص استازي علامه حافظ طاهر محمود اشرفي علامه محمد حسېن اكبر، مفتي راغب نعيمي او نورو سره يو ځائ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال ووئيل چې نړۍ ته په هند كښې د بشري حقونو څخه سرغړونې او د ظلم و بربريت مناظر په نظر ولې نه راځي، پاكستان اقليتونو لپاره جنت دے. دوي ووئيل چې په پاكستان كښې ځينې اېن جي اوز او د پاكستان مخالف لابي د مذهب جبري بدلون او د اقليتونو مسلمان كولو لپاره د ودونو چې كومه پروپېګنډا كوي، هغه رد كوو. ده ووئيل چې نړۍ د پرمختګ په پلو روانه ده خو اپوزيشن ګوندونه په الېكټرانك ووټنګ مشين اعتراضات كوي كومه چې غلطه خبره ده. ده ووئيل چې كه مونږ د سمندر پورې پاكستانيانو د رقم څخه استفاده كوو نو بيا مونږ ولې دوي ته د پاكستان په رغونه او پرمختګ كښې د برخې احستلو موقع ورنه كړو. دوي ووئيل چې او آئي سي دې په مسلمانانو د كېدونكو ظلمونو نوټس واخلي.
د امريكې او اروپا لخوا په پاكستان كښې د جبري مذهب بدلون په اړه رپورټونه رد كوو، پاكستان اقليتونو لپاره جنت دے. د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خاص استازې علامه حافظ طاهر محمود اشرفي
مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria