لاهور۔11فروری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د “باب پاکستان” تاریخی مقام د سترو قربانيو ياد تازه كوي، پاكستان ستونزو څخه ويستلو له به يو موټې كېدو سره خواري كول وي٬ شپه او ورځ خواري كولو او قربانۍ وركولو سره هېواد پرمختګ كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د “باب پاکستان” جوړولو او د والټن روډ اپ ګرېډېشن منصوبو د بنياد تيګه اېښودلو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه وفاقي وزيران خواجه سعد رفيق ٬ سردار اياز صادق ٬ د پنجاب نګران وزيراعلی محسن نقوي او د سي اي او سي بي ډي پنجاب عمران امين په شمول نور مهم شخصيات موجود وو۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې د زرګونو په شمېر كډوالو د باب پاكستان په مقام پړاؤ وكړو٬ والټن كښې ځائي خلقو د مدينې د انصارو په څير كډوال ځان ته نزدې كړل٬ مونږ له به پاكستان ستونزو څخه ويستلو له يو موټې كېدو سره كار كول وي٬ شپه او ورځ محنت كولو سره هېواد پرمختګ كوي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ دلته يو وارې بيا راجمع شوې يؤ۔ دا د تېرو 20 ٬ 25 كلونو په مهال زما دلته اتمه يا لسمه دوره ده او دا ځايې مونږ ټولو ته د هند د وېش په مهال پاكستان ته د كډه كوؤنكو قربانۍ يادوي۔ ده ووئيل دا والټن هغه ځايې دې چرته چې ځايې خلقو دغه كډوالو ته د مدينې د انصارو په څير هركلې ووې ٬ دوئي يۍ ځان ته نزدې كړل ٬ د خپل كور كسان يۍ جوړ كړل ٬ دوئي ته يۍ خوراك ٬ دويانې ٬ كمبلې او د ضرورت هر يو څيز وركړو۔ دا ډول مثالونه تل له ياد ساتلې شي۔ وزیراعظم ووئيل په كال 1948 كښې قائد اعظم دلته تشريف راوړو۔ د باب پاکستان منصوبه كومه چې ټولې نړۍ ته د پاكستان تاريخ ښائي ٬ د دې منصوبې بنياد په كال 1991 كښې د دغه وخت وزيراعظم نواز شريف او د پنجاب اعلی وزير غلام حېدر وائيں اېښودلے وو۔ په كال 1997 كښې چې كله يو وارې بيا د مسلم ليګ نون دور راغلو نو مونږ په دې منصوبه تندۍ سره كار وكړو۔ ده وئيل په كال 2008 كښې د مشرف په دور كښې د پنجاب حكومت ددې منصوبې ټھېكه وركړه۔ وزیراعظم ووئيل په دې منصوبه د پاكستان په څيز د بې وزله هېواد 110 كروړه روپۍ مصرف شوي دي۔ په تېرو دورونو كښې اطاليا څخه د 90 كروړه روپو ګرينائټ د باب پاكستان په مينار لګولو لپاره د راغوښتلو ووئيل شؤ۔ ده ووئيل څومره بې دردۍ او بې رحمۍ سره دا منصوبه تباه كړې شوه او د باكستان په اربونو روپۍ په دې پراجېكټ كښې ډوبې شوې۔ وزيراعظم ووئيل تر كومې چې د پاكستان 22 كروړه اولس په ګډه دا نظام دفن نه كړي تر دغې وخت هېواد مخ په وړاندې تللے نه شي۔ دا يوه منصوبه نه بلكې يو شمېرې منصوبې داسې دي په كومو كښې چې د پاكستان په اربونو كھربونو روپۍ دفن كړې شوي دي۔ ده ووئيل مونږ له به همت پرېښودل نه وي ٬ ستونزې راځي ٬ نن هم سخت حالات دي خو زما ايمان دې چې كه مونږ د زړه څخه د ايثار او قربانۍ څرګندونه وكړؤ او شپه او ورځ كار وكړؤ نو كه لويے څښتن ته منظور وي مونږ به دا كشتۍ كومه چې دا مهال په چپو كښې ګېره ده غاړې ته وباسؤ۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د هوابازۍ او رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق ووئيل د پی ټی آئی په دور كښې په دې منصوبه كښې د 110 كروړه روپو كرپشن شوے دے۔ وفاقی وزیر ووئيل د شهباز شريف په دور كښې دلته پاركونه ٬ سړكونه او نورې منصوبې ترسره شوې وې۔ ده ووئيل په باب پاكستان منصوبه به سركاري خزانې څخه پېسې مصرف كولې نه شي۔ ده ووئيل په والټن كښې د باب پاكستان خوب ارواښاد غلام حېدر وائيں ليدلے وو۔ په دې موقعه سي اي او سي بي ډي پنجاب عمران امين د دې منصوبې په اړه بريفنګ وركړو۔
پاكستان له ستونزو څخه ويستلو له به يو موټې كيدو سره خواري كول وي٬ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل