اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) پاکستان كښې د ايران سفير سيد محمد علي حسېني وئيلي دي ايران د پاكستان پشمول ټولو ګاٶنډيانو هېوادونو سره د ښو اړيكو خوښي لري، پاکستان سره تجارتي او اقتصادي مرستې ته د ودې وركولو خواهش لرو، ايران پاکستان سره د سېلګرۍ په څانګه كښې مرسته زياتول غواړي، د دواړو هېوادونو ترمېنځه فضائي رابطه او پروازونه زياتولو ته اړتيا ده٬ ايران او د سعودي عرب ترمېنځه په عراق كښې د خبرو اترو 5 پراژنه تر سره شوي چې په زړه پورې نتيجې ئې برامد شوي، ايران د بشري خواخوږۍ په بنياد د افغانستان مرسته روانه ساتلې ۔ د زيارت په ورځ د ايران سفير ”اے پي پي” سره په مركه كښې ووئيل ايران او پاکستان په شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) كښې مهم كردار لوبولے شي د كوم چې ايران په دې وروستيو كښې غړے جوړ شوے ٬ د يمن مسئله كوم پوځي حل نه لري۔ ده د وفاقي وزير خرم دستګير د ايران دورې ذكر كولو سره ووئيل د وفاقي وزير د تهران دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ډاډ وړ خبرې شوي٬ د ايران او پاکستان د مشتركه كمېشن 21مه غونډه تېره مياشت پنځه كاله پس شوې كوم چې يو لوي اقدام دے، ده ووئېل په غونډه كښې په اقتصادي او تجارتي څانګه ګټورې خبرې شوي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تفاهم په يادښتونو هم لاسليك شوے۔ ده ووئيل ايران پاکستان ته سل مېګاٶاټ برېښنا وركوي او د نورې 500 مېګاٶاټ برېښنا وركولو لپاره ئې رضا مندي څرګنده كړې ۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې په ھغه ډګر نه دي په كوم چې پكار دي، د ګاز پائپ لائن منصوبه د عمل وړ ده او د دواړو هېوادونو ترمېنځه په دې معامله سنجيدګي موجود ده،د ايران نه د ګاز د درآمد په بدله كښې پاكستان وريژې٬ غوښه٬ مېوې او غله ايران ته برامد كولې شي۔ سيد محمد علي حسېني ووئيل د امريكې لخوا په ايران بې ځايه بندوېزونه لګولې شوي۔ د ايران سفير ووئيل په تېرو 70 كالو كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه يواځې يو كراسنګ پوائنټ ٶ اوس دوه نور كراسنګ پوائنټس پرانستلې شوي ، ده ووئېل دواړه هېوادونه په دې سلاح شوي چې شپږ بارډر ماركيټس دې جوړ كړے شي چې پكښې يو ماركيټ بشپړ شوے٬ چې په راتلونكې مياشت كښې به ئې پرانسته وشي۔ د ايران سفير په مقبوضه کشمير كښې د هند د رياستي ترهګرۍ پحقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل کشميريانو ته سياسي او نور حقونه ترلاسه كېدل پكار دي،هند او پاکستان دې ټولې مسئلې په سفارتي او سوله ايز ډول حل كړي، دواړه اتومي وسله لري او د كوم هم تصادم په صورت د زيان ازاله نشي كېدې۔ ده ووئيل ايران او د سعودي عرب ترمېنځه په عراق كښې د خبرو اترو 5 پړاونه تر سره شوي چې په زړه پورې نتيجې ئې رامخې ته شوي، د عراق لخوا د آمادګۍ په صورت به شپږم پراو هم ډېر زر وشي او د دې په نتيجه كښې به د رياض او تهران ترمېنځه د اړيكو بهترې له مرسته تر لاسه شي
پاکستان سره تجارتي او اقتصادي مرستې ته د ودې وركولو خوښي لرو٬ د ايران او سعودي ترمېنځه د خبرو اترو ګټورې نتيجې رامخې ته شوي۔ د ايران سفير سيد محمد علي حسېني ”اے پي پي” سره مركه
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش