اسلام آباد 17 اپریل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې د مذهبي چارو وفاقي وزير مفتي عبدالشكور يو باعمل عالم٬ نيك صالح او ايماندار انسان٬ عظيم لارښود او ښه سياستدان ٶ٬ د هغه شخصيت د سادګۍ عملي نمونه وه۔ د ګل په ورځ د وفاقي كابينې په غونډه كښې مفتي عبدالشكور ته د عقيدت پېرزونې وړاندې كولو سره ده ووئيل چې مفتي عبدالشكور دين سره ژور تعلق لرلو٬په عملي توګه هغه عظيم لارښود٬باعمل عالم او ښه سياستدان وو٬په خپله سيمه كښې د جومات سره د هغه وړوكې شان كور وو٬هغه خپل انتخابي كمپائن هم په موټرسائيكل كړې او خلق د هغه د شخصيت څخه متاثر كېدو سره هغه منتخب كړی٬ كله چې پريكړه وكړې شوه چې مشكل معاشي صورتحال په نظر كښې نيولو سره د كابينې غړي هم په تنخا او مراعات كښې خپله برخه واچوي نو مفتي صاحب ماته ووئيل چې وزيراعظم صېب ښه ده ۔هغه ته چې څومره هم د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړی شي هغه كمه ده۔هغه يو عظيم شخصيت او د سادګۍ عملي نمونه وه۔ د هغه په مړينه مونږ ټول غمژن يو٬هغه د جے يو آئي(ف) يو عظيم لارښود وو
مفتي عبدالشكور يو باعمل عالم٬نيك صالح او ايماندار انسان٬عظيم لارښود او ښه سياستدان وو۔وزيراعظم محمد شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔