اسلام آباد۔8 مارچ(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د ګرد ه??واد مېرمنو د ملي كردار ستائنه كولو سره وئيلي دي د مېرمنو عزت او وقار زمونږ عزت او وقار دے٬ په كومه ټولنه كښې چې مېرمنې حقونه او تحفظ لري هغه پرمختګ كوي۔ ده د شورؤ په ورځ د مېرمنو نړيوالې ورځ په موقع د پارليماني ووېمن كاكس تراهتمام لاندې راجوړې كړې دستورې ته خطاب كولو۔ ده ووئيل د دې ورځې لمانځلو مقصد د مېرمنو د حقونو تحفظ كول دي۔ اسپیکر ووئيل په ??اك??تان كښې د مېرمنو كردار د چا نه پټ نه دے٬ د ه??واد په جوړولو كښې د مېرمنو كردار شامل دے۔ د پیپلز بارټي كاركردګي په زړه پورې جوړولو كښې مېرمنو بشپړ كردار ترسره كړے ۔ ده ووئيل ما لپاره دا درناوې دے چې زما سياسي تربيه محترمې بېنظير بھټو كړې۔ ده ووئيل د محترمې فاطمه جناح او شهیدې بے نظیر بھټو هڅې زمونږ مېرمنو لپاره د لارې مشالونه دي۔ ده ووئيل د اسلامي نړۍ د اولنۍ مېرمنې وز??را??ظمې٬ اولنۍ سپيكرې او د اطلاعات او خپرونو اولنۍ وزيرې تعلق د ??اك??تان پيپلز پارټۍ څخه ؤ ۔ ده ووئيل د ??اك??تان آئين ټولو صنفونو ته د يو ډول بشري حقونو وركولو غوښتنه كوي۔ ۔ده ووئېل قامي اسمبلۍ د مېرمنو حقونو له د قدر وړ قانون سازي كړې ۔ په م??را?? كښې د مېرمنو حقونو ته تحفظ وركولو له وومنز پراپرټی رائټس اېکټ 2019 نافد كړے شوے ۔ ده ووئيل په نورو قانون سازۍ كښې كورنے تشدد او تحفظ بل 2012 او خواتين زراعت بل 2019 شامل دے۔ ده ووئيل د وومن پارلیمانی کاکس بنیاد په كال 2008 كښې اېښودلے شوے ؤ ۔ ده د ??اك??تان همت لرونكو مېرمنو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې او ووېمن پارليماني كاكس ته يۍ په يو كامياب ايونټ كولو مباركي وركړه۔
د مېرمنو عزت او وقار زمونږ د ټولو عزت او وقار دے٬ په كومه ټولنه كښې چې مېرمنو ته تحفظ ترلاسه وي هغه پرمختګ كوي٬ د قامي اسمبلۍ سپيكر
مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک