اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی د سعید احمد شیخ د نېشنل پریس ټرسټ چیئرمېن په چوكۍ د تعیناتۍ منظوری وركړې ده۔ ایوان صدر پریس ونګ د اړڅه د شورو په ورځ جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت د انفارمېشن ګروپ ګریډ 20 افسر سعید احمد شیخ په وختي توګه د نېشنل پریس ټرسټ چیئرمېن تعینات کړې دې۔ سعید احمد شیخ به د نېشنل پریس ټرسټ چیئرمین په باقاعده توګه تر تعیناتۍ خذمات ترسره كوي۔ صدر مملکت پخواني چیئرمېن منیر احمد خان د نااهلۍ او عوامی فنډز كښې په بے ضابطګیو د چوكۍ څخه اخوا كولو هم منظوری وركړې ده۔ صدر ډاکټر عارف علوی چیئرمېن نېشنل پریس ټرسټ چوكۍ لپاره ایم پی -ون اسکیل هم منظوری وركړه۔ صدر مملکت دا منظوری د نېشنل پریس ټرسټ (چیئرمین تعیناتی) ایکټ 1972 ترمخه وركړې ده۔
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا