اسلام آباد ۔16ستمبر (اے پی پی) هند د ترهګرۍ مركز جوړولو سره په پاكستان د تور لګولو د لارې د هندي انتها خوښو ملاتړ ترلاسه كولو سره ټاكنې ګټلو له د مودي ازمویل شوې پلان يو وارې بيا څرګند شوے دے۔ د هندي رسنیو د راپور لمخې د ستمبر په 16 مه نېټه د بارامولا په اړي سېکټر کښې د هندي ځواکونو له ترهګرو سره په نښته کښې ګڼ شمېر افسران او سرتېري ووژل شول ، د ستمبر په 12 مه نېټه په اننت ناګ کښې هم د دې ډول بې بنسټه آپرېش خبرونه رامخې ته شوي ۔ فالس فلېګ آپرېشن یوه هندي ډرامه ده د كومې د لارې چې هند يو شمېر هدفونه ترلاسه كول غواړي٬ هند په پاکستان د ترهه ګرۍ تور لګولو سره په مقبوضه کشمیر کښې د بشری حقوقو له روانو سرغړونو څخه د نړۍ پام بل پلو اړول غواړي۔ د رپوټ له مخې يو شمېر ثبوتونو څخه دا ثابت شوې چې هند د پلوامه په څير ډرامې كولو منصوبه لري دغسې چې سياسي مقاصد ترلاسه شي۔ دغسې د آډيو او وېډيو ثبوتونو څخه دا هم ثابت شوي چې هند د خپلو ځواكونو د لارې په لائن آف كنټرول ترهګري خپرولو سره سياسي عزائم ترلاسه كول غواړي۔هندي ميډيا څخه دا شواهد هم ترلاسه شوي دي چې مودي سركار په لائن آف كنټرول د سيز فائز لوظنامې ختمولو هڅې كوي۔
په پاكستان د ترهرګرۍ بې بنسټه تور لګولو سره ټاكنو ګټلو لپاره د مودي ازمويلې شوې ناوړه منصوبه يو وارې بيا په ډاګه شوه
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ