اسلام آباد 16نومبر(اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي مونږ په ديادنتدارۍ سره سپيځلې ټاكنې غواړو٬داسې قانون سازي كول غواړو چې ګټه يې اولس ته ورسي۔د نهې په ورځ د پارليمان په ودانۍ كښې مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير ووئيل په سياست كښې هلې ځلې دوامداره وي٬زمونږ نيت درست دے۔ده ووئيل مونږ په يادنتدارۍ سره سپيځلې ټاكنې غواړو٬داسې قانون سازي كول غواړو چې ګټه يې اولس ته ورسي۔ده ووئيل مونږ د خپل ګوند غړي او خپل اتحاديان په اعتماد كښې اخستې دي ځكه چې زمونږ كومه پټه تګلاره نشته٬ده ووئېل مونږ غواړو چې په هېواد كښې تل لپاره سپيځلې ټاكنې كېږي۔دوي زمونږ نه وخت غوښتے او مونږ وركړے ٬ ده ووئېل زما په خيال وخت وركول د چا ماتې نه وي
مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil