اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئېلي دي حكومت پي ټي آئي سره د خبرو اترو تنبې پرانستې ساتلې دي٬د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير پروېز خټك د خپلې ډلې سره وفاق يرغوالول غواړي٬ د كومې اجازه به چې ورنه كړې شي٬كه د وينې ټېسټ حاجت پیښ شو نو د عمران خان به كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل د اسلام آباد او لاهور هائي كورټ پريكړه راغلې چې په كښې دواړو عدالتونو په ښكار توګه وئيلي دي د اسلام آباد لاك ډاؤن غېر قانوني دے خو كه دوي په خاص ځاې جلسه كولې شي نو حكومت هغوي سره مرستې له چمتو دے۔ده ووئيل حكومت د عدليې د امر له مخې هغوي له په 2 نومبر د امن ناكه جلسې اجازې وركولو له چمتو دے خو د لاك ډاؤن اجازه به چرې هم ورنه كړی شي۔ ده ووئېل د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی پروېز خټك د تېرو دريو ورځو راهسې راپارونكي وېناګانې كوي او د خېبرپښتونخوا خلق وفاق يرغمال كولو لپاره راپاروي كوم چې غېر قانوني عمل دے۔ ده ووئېل حكومت به د كوم هم غېر قانوني كار مخ نيوي له خپل قانوني حق كاروي۔وفاقي وزير ووئيل اعلٰی وزير پروېز خټك ته مونږ دا پېغام هم ورسولې چې كه هغه د اعلٰی وزير پھ حېث راتلل غواړي نو هركله دې راشي او هغه له به بشپړ امنيت هم وركولې شي خو كه هغه د يو ډلې سره يرغمال كولو لپاره وفاق ته راځي نو د دې اجازه به چرې هم ورنكړې شي ۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل خېبرپښتونخوا كښې د ګورنر راج په اړه بې بنسټه ډنډورې شوې خو داسې هېڅ خبره نشته
پي ټي آئي سره د خبرو اترو تنبې پرانستې پرتې دي
مضمون کا ماخذ : prêmios lotofácil