لاهور 10 مارچ (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د زيارت په ورځ د لاهور په فور ټرېس سټېډيم كښې د نېشنل هارس اېنډ كېټل شو پرانسته كړې۔ په دې موقع د پنجاب وزيراعلي پنجاب سردار عثمان بزدار،عسکري مشران، صوبائي وزيران ميا محمود الرشيد او سردار حسنېن بهادر درېشك او نور هم موجود و ٶ۔ درې ورځنۍ دا مېګا ون يونټ به تر مارچ دولسمې ورځې دوام لري٬ دا نندارتون د ټولو نه مهم سماجي او كلتوري پروګرام دے او پنجاب ته د پېل څخه هم د دې د كوربتوب اعزاز ترلاسه دے ٬ دا دستوره د ټولنې د بېلا بېلو طبقو او د پاكستان د ټولو صوبو پشمول د آزاد جمو و کشمير د ځينې برخو څخه د تعلق لرونكو ترمېنځه د قامي يوالي٬ اتحاد او د همغږۍ غوره څرګندونه ده٬ شپږ كاله پس د هارس اينډ کېټل شو او د دې په بحالۍ كښې د پنجاب واكمنو د زراعت، لائيو سټاك، لوبو ، صنعتونو، دستکارۍ او د كلتور ودې لپاره تيز ترين اقدامات كوي۔ نېشنل هارس اينډ کيټل شو 2022 په مهمو پروګرامونو كښې د اسونو او اوښانو ګډا٬ ټېنټ پېكنګ٬ د ځناورو مقابلې، د اسونو سورلي، جمپنګ، د ملټري پوليس لخوا په موټر سائيكل اېکروبېټك سټنټ، ګرے هانډز رېس، فري فال، د څاروو نندارتون او د صوبائي لوبغاړو مارچ پاسټ هم د دې ون يونټ برخې وې ۔ د پنجاب وزيراعلي صدر ډاکټر عارف علوي ته د نېشنل هارس اېنډ کېټل شو پرانستې په موقع سووينئر هم وړاندې كړو۔ د دې نه پس د كاركردګۍ مظاهره كوٶنكو له انعامونه هم وركړے شول۔ د يادونې وړ ده د دې ون يوټ په تابيا كښې پوك پوځ د صوبائي واكمنو مرسته كوي
صدر ډاکټر عارف علوي د لاهور په فور ټرېس سټېډيم كښې د نېشنل هارس اېنډ كېټل شو پرانسته وكړه
مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل