د پاکستان بحريه جهاز پی این ایس ذوالفقار د ریجنل میري ټائم سکیورټي پټرول په مهال د جبوتي دورہ وكړه ، د جبوتي بحریه چارواكو د پاک بحریه د جهاز هر كلے وكړو


پنډۍ 05 نومبر(اے پي پي) د پاکستان بحریه جهاز پی این ایس ذوالفقار د ریجنل میري ټائم سکیورټي پټرول په مهال د جبوتي دورہ وكړه جرته چې د جبوتي بحریه چارواكو د پاک بحریه د جهاز هر كلے وكرو۔ دآئي ایس پي آر تر مخه کمانډنګ آفیسر پی این ایس ذوالفقار د كوربه بحري چارواكو سره ملاقاتونه وكړل ۔ کمانډر جبوتي بحریه او کوسٹ ګارډز سره په پیشه ورہ چارو خبرې وشوې۔د دورې په اختتام د جبوتي کوسټ ګارډز سره د شريك بحري مشق تابيا وشوه ۔ د مشق مقصد دمشترکه آپریشنز صلاحیت او مرسته لا ښه كول وو ۔ د پاکستان او جبوتي د بحري ځواكونو دوه اړخيزه روابط د دواړو هېوادونو سفارتي اړيكو كښې بنیادي حیثیت لري ۔