داخله وزير محسن نقوي سي ډي اے ته په سرينا چوك او سري نګر هائي وے د انډر پاس جوړولو ټاسك وركړو


اسلام آباد۔21مئی(اے پی پی) داخله وزير محسن نقوي د وفاقي پلازمينې وګړو ته آسانۍ وركولو له سي ډي اے ته په سرينا چوك او سري نګر هائي وے د انډر پاس جوړولو ټاسك وركړے دے۔ داخله وزير د دواړو منصوبو په كم وخت كښې د بشپړ كولو هدايت كړے دے۔ د نهې په ورځ د داخله وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې د اعلی كچې غونډه وشوه۔ د سي ډي اے چيئرمېن محمد علی رندھاوا او د نېسپاك په شمول نورو اړوندو چارواكو په غونډه كښې ګډون وكړو۔ د نېسپاک چارواو وفاقي وزير ته د پراجېکټ د ابتدائی ډیزائن په اړه بريفنګ وركړو۔ داخله وزير ووئيل د اسلام آباد وګړو آسانۍ لپاره به 2 انډر پاس جوړولې شي چې ورسره به سنګل فري كورېډور جوړ كړے شي۔ وفاقی وزیر د انډر پاس لوړ والې تر فل هائيټ ساتلو هدايت وكړو