اسلام آباد11 جولائی (اے پی پی) خزانې وزير اسحاق ډار په جے آئي ټي راپور كښې په دځان لګېدلې تورنه رد كړل٬زما د ټولو مالي چارو رېكارډ موجود دے٬ سپريم كورټ كه غواړي نو زما د مالي چارو آډټ لپاره د كوم هم نړيوال فرم خذمات ترلاسه كولې شي٬زما د ملكيت يوه ستن هم د رېكارډ برخه ده٬د جے آئي ټي ټول راپور كښې داسې كومه نكته نشته كومه چې نيغ په نيغه د وزيراعظم په اړه وي٬په ستمبر 2001 كښې نېب زما ټېكس رېكارډ پورته كړې وو٬زما آمدن جائز او قانوني دې٬جے آئي ټي په ټيكس ريټرنز د پوهېدو صلاحيت نه لري٬خوديبيا پيپر كيس 9 فاضل قاضيانو خارج كړې او دا يې وئېلي دي چې دا كيس بيا اوپن كېدې نه شي٬سره د دې د دې كيس په اړه خبرې كول د دغه 9 فاضل قاضيانو سپكاوې دې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پي آئي ډي كښې د رېلوے وزير خواجه سعد رفيق او د وزيراعظم خاص مرست??ال بېرسټر ظفر الله سره په ګډه خبري كنفرنس ته ??طا?? كښې وكړو۔وفاقي وزير اسحاق ډار ووئيل چې په راپور كښې ځينې داسې كاغذونه دي كوم چې مستحكم كېدې نه شي يا پرې لاس ليك نشته۔وفاقي وزير ووئيل راپور كښې وئېلې شوي چې د 1981 نه تر 2002 زما ټېكس ريټرنز موجود نه دي او دا په ظاهره ټېكس غلا شوې۔ د خزانې وزير ووئيل د مشرف په دور كښې زما ټېكېس رېكارډ نېب پخپله ولقه كښې اخستې وو٬د جولائي په درېمه نېټھ جے آئي ټي ته د وړاندې كېدو په مهال ما ته ووئيل شو چې اېف بي آر د 2003 نه تر 2008 زما ټېكس ريټرنز لېږلې نه دي په دې ما دغه ورځ جے آئي ټي ته دا ريټرنز ولېږل او د دې رسيدونه اېف بي آر سره موجود دي٬ 1981 څخه تر كال 2002 زما رېكارډ د جولائي 7مې نېټې نېب څخه ترلاسه كړې شو او جے آئي ټي ته ورسولې شو او د دې هم رسيدونه موجود دي۔د خزانې وزير ووئيل ما خپل بچي د دوي واده څخه وروستو خپلواكه كړې وو او هغوي مې د سياست نه لرې ساتلي۔ده ووئيل زما د اثاثو يوه ستن هم د رېكارډ برخه ده۔ده ووئيل الحمدالله زما شمېره په خېرات وركونكو كښې كېږي٬ما 8 كروړه 61 لكه روپۍ هجويري ټرسټ ته خېراتي وركړې٬په دې ټرسټ كښې 92 كوچنيان زده كړې ترلاسه كوي٬ما په خپل وصيت كښې خپل آمدن د يتيمانو كوچنيانو په نامه كړې٬زما ټولې اثاثې او د آمدن ذريعې ښكاره دي٬زما د هرې مياشتې تنخا هجويري ټرسټ ته ځي۔ده ووئيل ما 5 كروړه روپۍ كېډني روغتون سوات او يو كروړ روپۍ سېلاب ځپليو له عطيه كړي۔اسحاق ډار ووئيل مستحق ادارو ته د خيرات وركولو عمل ته ټېكس غلا وئېل افسوس ناك دي٬دا دې وښودلې شي چې كله او كوم ځاې ټېكس تفصيلات پټ كړې شوي دي٬زما په مالي معاملو كښې كمې چرته دې۔د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق ووئيل د جے آئي ټي راپور په تيارۍ كښې دوه مياشتې نه لګي٬د راپور زياتره مواد په نه پوښتلې شويو پوښتنو اډانه دې٬جے آئي ټي د جانبدارۍ نه كار اخستې٬په جے آئي ټي كښې د لګېدلې تورونو به په ستره محكمه كښې ځواب كوو٬په آئيني عدالت او د اولس په عدالت كښې به په نره دفاع كوو٬سعد رفيق ووئيل زما د دوه ملګرو د تقديرونو متن سپريم كوټ غوښتلې ولې وروستو د پي ټي آئي د وكيل په وينا زما نوم شامل كړی شوې٬زما غوښتنه ده چې د سترې محكمې وياند جوړېدونكې د عمران خان٬شېخ رشيد او اعتزاز احسن د تقديرونو د متن دې هم جاج واخستلې شي۔ده ووئيل كه زه تقرير نه كوم نو سياست به هم نه كوم٬زما په هر تقرير كښې دعدليه د احترام او عزت خبره شامل وه٬ده ووئيل چې د پانامه ډائرېكټر د هېواد څخه بهر او اداكار يې هېواد كښې دننه دې او مركزي كردار يې عمران خان ترسره كوي۔ده ووئيل په جے آئي ټي راپور كښې سورس راپور او داسې كاغذونه لګولې شي چې په اړه يې پوښتنه شوې نه ده۔د وزيراعظم خاص مرست??ال بېرسټر ظفر الله ووئيل جے د آئي ټي راپور او عدالتي پريكړه كښې ډېر فرق وي٬راپورونه د عمران په ضد هم راغلې دي٬جے آئي ټي ته د يو څو فليټونو د پلټنو په اړه وئېلي شوي وو ولې دې د خپل دائره اختيار نه تجاوز كړې۔ده ووئيل جے آئي ټي راپور كښې د ځينو اقتباساتو پھ آخر كښې داسې جمله ليكلې شوې چې دا ثابتوي چې راپور ليكونكې بل څوك وو
د جے آئي ټي ټول راپور كښې داسې كومه نكته نشته كومه چې نيغ په نيغه د وزيراعظم په اړه وي٬په ستمبر 2001 كښې نېب زما ټېكس رېكارډ پورته كړې وو
مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ