د انجينئر امير مقام په كرغزستان كښې د تشدد په پېښو د خواشينۍ څرګندونه


اسلام آباد۔18مئی(اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير امير مقام په كرغزستان كښې د تشدد په پېښو خواشني څرګندولو سره زده كوؤنكو ته وئيلي دي چې هغوي دې د پاكستان سفارت سره تماس كښې پاتې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل حكومت په بشكيك كښې د تشدد پیښو كښې د پاكستاني زده كوؤنكو تحفظ باوري كولو له كرغز چارواكو سره په رابطه كښې دے۔ انجینئر امیر مقام ووئيل مونږ لپاره د خپلو زده كوؤنكو حفاظت تر ټولو زيات اهم دے۔